ایران د بین الافغاني مذاکراتو د هرکلي ترڅنګ ویلي تمه لري چې افغانان ژر تر ژره په خپلو کې هوکړې ته سره ورسېږي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي دوی د سولې په افغانستان کې د ثبات، امنیت او بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو ملاتړ کوي. ایران وایي تمه لري چې افغانستان ژر تر ژره ددایمي ثبات څښتن شي او ایران به په دې برخه کې له دغه هېواد سره هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او څومره ژر چې خبرې پایلې ته ورسېږي دومره د افغانستان او سیمې لپاره ګټورې دي.





























