اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي پر لښکرګاه د طالبانو برید او هلته وروستیو نښتو وښوده چې تاوتریخوالی نه دی کم شوی او په دې برخه کې پر شته هوکړو عمل نه کېږي. نوموړي ویلي روان تاوتریخوالی سره له دې چې باید وغندل شي ددې اړتیا ده چې پر وړاندې یې عملي اقدامات وشي. د کوبیا په خبره ټولو اړخونو ته په کار ده چې دغه تاوتریخوالی وغندي او تر څنګ یې ددوام د مخنیوي لپاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي. اروپايي ټولنې داسې مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې چې دوی د سولې د بهیر ملاتړي دي او ددوحې د هوکړې ملاتړ یې هم کړی دی.





























