نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان جلغوزي د هوایي دهلیز له لارې چین ته ولېږل شول. ولسمشر نن سهار د افغانستان-چین ترمنځ هوایي دهلیز پرانیست او لومړني توکي چې له دې لارې چین ته لېږدول کېږي د افغانستان جلغوزي دي. ولسمشر ددغه دهلیز د پرانیستې پر مهال وویل، چې هڅه به وکړي د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. دده په وینا تر دې وړاندې به افغان محصولات په نورو هېوادونو کې د ګاونډیو هېوادونو په نامه پلورل کېدل خو اوس د افغانستان په نامه پلورل کېږي او ښه بازار لري. ولسمشر همدا راز وویل، چې هېواد هېڅکله په بهرنیو مرستو وده نه شي کولی نو ددایمي ودې لپاره په کار ده، چې افغانان له خپلو طبیعي سرچینو ګټه پورته کړي او په دې برخه کې پانګونه وشي. نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې څلوېښت سلنه وګړي لا هم په بزګرۍ بوخت دي او دې برخې ته جدي پاملرنه په کار ده. ولسمشر د لړم پنځلسمه د جلغوزیو د ملي ورځې په نامه و نوموله او په خبره یې دغه ورځ به هر کال نمانځل کېږي. ولسمشر داسې مهال له چین سره هوایي دهلیز پرانیستی دی، چې د چارو د پوهانو په وینا په نړۍ کې تر ټولو ګرانه سوداګریزه لار هوايي دهلیزونه دي او دا لاره به افغانستان ته هم په لوړه بیه تمامېږي.