افغان حکومت د مرستو ددوام لپاره د نړیوالې ټولنې له تازه شرطونو هرکلی کړی دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د مرستو ددوام لپاره د مرستندویه هېوادونو له شرطونو او تازه څرګندونو هرکلی کوي. سرچینه کاږي چې افغان حکومت د تېر لاس ته راوړنو د ساتلو، سولې راوستلو، افغان خاوره د چا پر ضد نه کارولو، د فساد پر وړاندې مبارزه کولو او دې ته ورته د نړیوالو ټولنې د لسو شرطونو عملي کولو ته تیار دی او هرکلی یې کوي. د بهرنیو چارو وزارت په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې مخ ته یوسي او په دې توګه دې له افغان حکومت او افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ پیاوړی کړي. افغان حکومت ټینګار کړی چې دوی د سولې لپاره هر اړخیزه هڅه کوي او د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې به هم پر دې مسئله د نړیوالو لا ډېر ملاتړ خپل کړي.



































