روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۳۶۳تنو ته ورسېد. روغتیا وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې لیدل کېږي چې، په یاده موده کې له دې وبا څخه۱۳ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۶۶۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۳۷۰ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کرونا لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.





























