وروسته تر هغه چې ایران په لومړي ځل د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته په سمنټو بار لومړنۍ جوپه را ولېږله، پاکستان د ایران او افغانستان تر منځ په وروستیو سوداګریزو اړیکو اندېښمن ښکاري. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان بازار ته د ایراني سوداګرو ازاد لاس به د وخت په تېرېدو د پاکستاني محصولاتو بازار صفر ته راټیټ کړي. راپور کاږي، د پاکستاني حکومت ناسم تجارتي مدیریت د دې باعث شوی دی چې ایران له دې خلا ګټه پورته او د افغانستان بازار ته ازاد لاسرسی ولري. راپور کې راغلي، که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره افغانستان ته سفرونه کړي دي خو د پولو او په ټوله کې د ناسم تجارتي مدیریت له امله یې افغانستان ته د صادراتو کچه ورځ تر بلې د ټیټېدو په حال کې ده.



































