امریکا وایي د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې کوټلي ګامونه اوچت شي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن له خبریالانو، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له استازو او په کابل کې له مېشتو بهرنیو سفیرانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه خبرې شوې دي. ویلسن ویلي په هلمند، غزني، ننګرهار او کابل کې وروستي هدفي بریدونه د رسنیو د چوپولو هڅه وه او په دې توګه کوښښ کېږي چې دغه مهمه لاس ته راوړنه له خنډ سره مخ کړل شي. دده په وینا افغان خبریالانو په وروستیو دوو لسیزو کې د شفافیت لپاره په پوره زړه ورتیا غږ اوچت کړی دی او باید ددوی ساتنه وشي. امریکايي ديپلومات دغه راز ټینګار کړی چې د دوو لسیزو دغه مهمه لاس ته راوړنه دې حفظ شي او شته ګواښونه دې له منځه یوړل شي. د امریکا تر سفارت وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې شته ګواښونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي.





























