د ولسي جرګې غړي وایي چې د اسلام کلا وروستۍ پېښه باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په دغه ګمرک کې سوداګرو او موټر چلوونکو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی او دا مسئله باید دومره عادي و نه ګڼل شي. د وکیلانو په خبره اسناد او شواهد موجود دي چې امنیتي او همدا راز د ګمرک چارواکو په خپلو چارو کې ناغېړي کړې ده، د سوداګرو مالونه لوټ شوي دي او ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره دغه پېښه وڅېړل شي. وکیلان همدا راز وایي چې د اسلام کلا ګمرک دې ژر تر ژره بېرته فعال شي ځکه په بندرونو کې سلګونه د تازه میوو او نورو خوراکي توکو موټرونه بار ولاړ دي او که پر وخت ستونزه حل نه شي ددې احتمال شته چې ګڼو نورو سوداګرو ته هم په چارو کې د ځنډ له امله زیانونه واوړي.



































