د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېځایه شوې زرګونه کورنۍ لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. د رسنیو د راپورونو له مخې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو او ولسوالیو د لاس په لاس کېدو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. په کندوز کې د بېځایه شوو کورنیو ځینو استازو رسنیو ته ویلي چې له ولسوالیو زرګونه کورنۍ د کندوز مرکز ته راغلې دي او دلته یې په ښوونځیو او نورو ځایونو کې اړولي دي. د دوی په خبره د خوراکي توکو، اوبو او درملو له کمښت سره مخ دي. په هلمند، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.



































