د روان لمریز کال له پیله له کندهاره د ۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۳ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل، که څه هم سږنی لمریز کال له ګڼو ستونزو سره مل پیل شو خو بیا هم له کندهار څخه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده. هغه زیاته کړه، په دې موده کې د کندهار په هغو ولسوالیو کې سختې جګړې وشوې چې د انګورو، انارو او نورو مېوو د حاصلاتو لوی مرکزونه وو. د کندهار بڼوال او د مېوې سوداګر وايي، سږکال نامناسبو حالاتو او د لارې بندېدو زیانمن کړل او د څه مودې لپاره د صادراتو لړۍ ټکنۍ وه. د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا وویل، د کندهار مېوې د طبیعوالي او خوند له مخې ځانګړي دي او د نړۍ ډېر هېوادونه یې غوښتونکي دي، خو ستونزه د لارو د نشتوالي ده چې نه یې د ځمکې له لارې لېږلای شي او نه د هوا له لارې. دی وايي، د هېواد په کچه د تازه او وچې مېوې ۷۰ سلنه صادرات له کندهار او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد له نورو لایتونو څخه دي چې تر بل ولایت کندهار د هوايي دهلېز له لارې الوتنو ته ډېره اړتیا لري.



































