د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي دوی په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو لپاره شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د خوړو نړیوالو پروګرام یا (WFP) مسوولینو ویلي چې دوی غواړي د روان کال تر پایه پورې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي چې ددې لپاره شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې د وچکالۍ، بېځایه کېدو او روان وضعیت له امله میلیونونه وګړي د خوړ او لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دي چې دوی د نړیوالو بنسټونو په همغږۍ او مرسته هڅه کوي د انساني ناورین مخه ونیسي. یادې ادارې هغه ګنګوسې هم رد کړې چې دوی مرستې د ټلیفوني اړیکو له لارې وېشي او زیاتوي چې دوی د مرستو د وېش لپاره منظمه سروې پيل کړې ده او دا مرستې به اړمنو ته رسېږي.



































