د کابل پوهنتون نوي ټاکل شوي رییس اسامه عزیز ویلي، چې د امریکايي پوهنتون استاد جبرائیل عمر به ډیر ژر افغانستان ته راشي او په علمي ډګر کې به د خلکو خدمت وکړي. جبرائیل عمر د افغانستان د امریکایي پوهنتون د هغو دوو استادانو له ډلې څخه دی چې په ۲۰۱۶ کال کې د طا لبانو له خوا له دارالامان سړک څخه وتښتول شو. د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان درې کاله د طالبانو په بند کې پاتې شول. طا لبانو هغه وخت د یادو استادانو د خوشې کېدو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د درېو لوړ پوړو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. ټیموټي ویکس وروسته له هغه چې د طا لبانو له زندانه خوشې شو، په قطر کې د دې ډلې له سیاستوالو سره را ښکاره شو او له طا لب مشرانو سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې. تیموټي د طا لبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپل نوم جبرائیل عمر ته بدل کړی دی.






























