د افغانستان ا.ا مالیې وزارت ویلي چې سر له نن څخه به د ټولو دولتي کارکوونکو د دریو میاشتو معاشونه یو ځای ورکړل شي. د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د یو منظم میکانیزم له مخې به د ټولو دولتي ملکي کارکوونکو د دریو میاشتو معاشونه په یو ځای ورکړل شي. هغه ویلي چې دا پرېکړه یې د ا.ا د رییس الوزرا د سپارښتنې پر بنسټ کړې ده. حقمل زیاته کړې ده چې د متقاعدینو تقاعدي هم ورکول کیږي او تیر کال نه راپدیخوا ۶۰ زره کسانو ته تقاعد ورکول شوی او په خبره یې، په دې ریاست کې د ستونزو حل سره به د تقاعد ورکړې سیستم هم بیرته پیل شي. مالیې وزارت دغه راز ویلي چې د هیواد ټول عواید د یوه مکانیزم پر بنسټ راټولیږي.



































