د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له افغانستان سره د مرستو پر میکانیزم هوکړه کړې ده. ددغه سازمان د ځانګړې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي هکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي بحثونه کوي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره به هڅه کوي، دغه سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او هغه به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې کار او همکاري کوي، همدا راز به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي. دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.



































