د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته رسېدلی او هلته یې له پاکستاني مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د آر ټي ټلویزیون د خبر له مخې نوموړي د خپل دویم سفر په لړ کې د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې دي او د افغان سولې په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د یادې لیدنې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې دا به پاکستان ته د امریکا وروستی خبرداری وي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک استولی و او د افغان سولې په برخه کې يې ترې د جدي همکارۍ غوښتنه کړې وه چې عمران خان یې په ځواب کې ویلي وو، دوی په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي. خلیلزاد به له پاکستانه بیرته کابل ته راشي او له هغه وروسته به روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بیلجیم، متحده عرب اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.