وروسته تر هغه چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی وباله او له دغه هېواد سره یې د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي او دوام ټینګار وکړ د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایټالیا د افغانستان بشرپاله مرستو له وجهي صندوق سره ۱۲ میلیون ډالر مرسته کړې ده. د یادې ادارې په وینا دا مرسته به په افغانستان کې پر بشري مرستو ولګول شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوې ده او ورسره په افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی شوی دی. ا.ا په وار وار له نړیوالو د یادو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې ده خو نړیوالو بشري حقونه ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پوره درناوی د یادو پیسو د ازادېدو پر وړاندې شرطونه ایښي دي.



































