امریکايي رسنۍ وايي هغه مهال چې بایډن واک ته ورسېد، نو د محبوبیت کچه یې لوړه وه، خو وروسته تر هغه چې له افغانستان د وتلو په پرېکړې سره بايډن د امریکا باور زیانمن کړ، نو د نوموړي د محبوبیت کچه هم راټيټه شوې ده. امریکايي رسنۍ او شنونکي وايي چې د افغانستان په تړاو د بایډن پرېکړه به نوموړي ته په لوړه بیه تمامه شي، ځکه ورځ تر بلې یې د محبوبیت کچه ټېټږي او امریکایان په دې باور دي چې بايډن په خپلو کړنو امریکا نړۍ ته بې باوره کړې ده. شنونکي او سروېګانې وړاندوینه کوي چې ښایي بایډن په راتلونکو ټاکنو کې له ښې پایلې سره مخ نه شي او لامل به یې هم د افغانستان په اړه د نوموړي چلند او رامنځته کړی وضعیت وي.































