د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې سترې اقتصادي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی او په خبره یې افغانستان له څلورو لسیزو وروسته له بشپړ امنیت څخه برخمن شوی دی. نوموړي په نیږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ددې پروژې څخه به لومړني ګټه اخیستونکي هراتیان وي.































