په کابل کې وړمه ورځ په وحشیانه برید کې زموږ ۴۵ هېوادوال شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شول. برید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر معینیت او ټولګټو چارو وزارت شوی و. بریدګرو لومړی موټر بم برید وکړ او وروسته دغو ودانیو ته ننوتل، ملکي کارکوونکي یې یرغمل کړل او څو ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه. ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی دی او د ولسمشر غني له خولې زیاته شوې چې وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري، ځکه پر ولس بریدونه کوي. اجرایه رییس هم ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی او اوس له دې امله چې د خلکو باور لاسته راوړي، په دا ډول بریدونو کې لاس لرل ردوي. طالبانو بیا ویلي چې په دغه برید کې لاس نه لري. تر پرون ناوخته کومې بلې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی.
له دغه برید وروسته اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې له طالبانو پرته بل څوک د دغه ډول بریدونو توان لري؟ که څه هم د داعش نوم اخیستل کېږي، خو داعش هم د وړمې ورځې د پېښې پړه نه ده اخیستې. له دې سره دا پوښتنه هم شته چې که طالبان سوله کوي، نو د نورو ډلو مخه به څنګه نیول کېږي؟
د کابل د وړمې ورځې وحشیانه برید وښوده چې دلته پردي استخبارات د جګړې لپاره ډېرې ډلې او وسیلې لري. دوی د خپلو اهدافو لپاره هر وخت وحشت کولی شي. په دې سره دا هم ښکاره شوه چې که طالبان سوله کوي، جګړه به بیا هم دوام کوي او تضمین نشته چې د دغه ډول وحشتونو مخه به نیول کېږي. له همدې امله پکار ده چې له وسله والو طالبانو سره په سوله د جګړې ښکېل اړخونه، په ځانګړي ډول پاکستان، نور سیمه ییز هېوادونه او امریکا تضمین وکړي چې دلته به جګړه ختمېږي. زموږ حکومت هم له بده مرغه د دې پر ځای چې د دغه ډول وحشت اصلي لاملونه وپلټي او هغوی چې د دې جګړې تر شا دي رسوا کړي او یا هم هغه اهداف درک کړي چې د دغو بریدونو تر شا دي، هڅه کوي چې په هوايي خبرو سره خپل سیاسي اهداف تعقیب کړي. اوس پر طالبانو دا تور چې ګواکې دا برید یې کړی دی، د وحشت له کمښت او سولې سره هېڅ مرسته نه کوي. د هوايي خبرو او تورونو پر ځای حکومت باید دا برید جدي ونیسي او دا بحث را پورته کړي چې له طالبانو سره له سولې وروسته باید سیمه ییز او نړیوال هېوادونه تضمین ورکړي چې دلته به جګړه ختمېږي. پاکستان، ایران او د ترهګرو نور ملاتړي باید تضمین ورکړي چې په افغانستان کې به د خپلو اهدافو لپاره د نورو ترهګرو ډلو د جوړولو هڅه نه کوي. دا مهم او جدي بحث دی چې پکار ده حکومتي چارواکي یې په لوړه کچه را پورته کړي او په دې سره د رښتینې سولې لپاره خپل دریځ روښانه کړي. اوس وېره ده چې سیمه ییز هېوادونه به د سولې په نامه په روانه لوبه کې امتیاز واخلي، خو خپل شرارت ته به د نورو ډلو په وسیله دوام ورکړي. دغه راز به امریکا هم نړۍ ته وايي چې په افغانستان کې یې له وسله والو طالبانو سره سوله کړې، خو له خپل مسوولیت نه به تېښته کوي او دلته به وحشت روان وي. دا جدي اندېښنه ده چې پکار ده سر له اوسه ورته پام وشي او د سولې په نامه لوبه په رښتینې سوله بدله شي.