د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا یونیسف وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۷۰ زره ماشومان له ګواښ سره مخ دي چې بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري. یادې ادارې ویلي چې دې ماشومانو ته د لاسرسي په موخه یې له مرستندویه هېوادونو د پنځوس میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې ده. یونیسف وایي په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۳.۸ میلیونه ماشومان دي. یادې ادارې د یو راپورو په خپرولو سره ویلي چې له دې جملې شاوخوا ۵۷۰ زره یې بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. یونیسف زیاته کړې چې دا پنځوس میلیونه ډالر به یوازې د دې ماشومانو پر روغتیا، خوراک، څښاک او لومړنیو زده کړو باندې ولګوي. دا اداره وایي چې د جګړو، وچکالي او نورو ستونزو له امله میلیونونه ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې نړیواله ټولنه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.