د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو له ډلې ۴۸ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې دي. یادې ادارې دغه راز ویلي، چې ۱۲.۴ میلیونه نور بیا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. اوچا وایي بودیجه یې د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کمه شوې ده. د دې ادارې په خبره په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د غوښتل شویو ۳.۰۶ میلیارد ډالرو له جملې یوازې ۲۵ سلنه یې ترلاسه شوې او د ژغورنې پروګرامونو د دوام لپاره بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. بلخوا پرون د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان، هم خبر ورکړی و، چې ډېری وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.