د لوګر عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوقله لوري د مرکز پلعلم په ګډون پنځه ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي. د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس سیدالرحمن قادري وايي، دغه روغتیايي مرکزونو ته په مرکز پلعلم، برهکي برک، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د ملګروملتونو د نفوس صندوق له لوري ودانۍ جوړېږي. قادري زیاته کړه، یادو روغتیايي مرکزونو ته به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵ ودانۍ جوړې شي. د هغه په خبره، یاد روغتیايي مرکزونه به د اړتیا وړخونې ولري او هره ورځ به له ۱۵ سوه څخه نیولې، تر ۳ زره ناروغانو ته د «مور او ماشوم» برخه کې خدمات وړاندې کړي.