د صنعت او سوداګر سرپرست وزیر وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیارده ډالره پانګونې شوي او له دې منځه یوازې پنځه سوه میلیونه ډالره یې د صنعت په برخو کې وې. نورالدین عزیزي له ټولو پانګوالو غواړي، څومره چې ژر کېدای شي له نورو هېوادونو خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي. نوموړي همداراز په هېواد کې له ښځینه سوداګرو هم خپل ملاتړ په ډاګه کړی. عزیزي ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړي، چې ۸۰ سلنه یې د ښځینه سوداګرو لپاره ځانګړی شوی دی. د هغه په خبره اوسمهال ۵۰ زره لوی او واړه کاروبارونه په افغانستان کې روان دي، چې له منځه یې ۹ زره په سوداګرو مېرمنو پورې اړوندیږي.