په تېره یوه کال کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې څلور میلیونه میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴.۱ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۱۳. ۸۹۰ ټنه توکي صادر شوي دي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.