د سرپرست حکومت رییس الوزرا د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د دغه هېواد د دولت له رییس محمد بن زاید ال نهیان سره کتلي دي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، رییس الوزرا د درملنې په موخه هلته تللی دی. رییس الوزرا د متحده عربي اماراتو د سخاوتمندانه چلند ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې متحده عربي اماراتو تل په خلاص لاس د پراختیايي پروژو او بیارغونې له لارې د افغانانو ملاتړ کړی دی.