په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر خبر ورکړی چې په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې به د ۴۰ ميليونه ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې پلې کړي. د یاد دفتر مرستیال اندريکا رتواتي دا څرګندونې د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د يو جوړ شوي استنادي ديوال د پرانیستنې په مراسمو کې کړې دي. په تڼیو کې دا ۲۴۵ متره اوږد استنادي دیوال، د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق په مالي همکارۍ د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو ادارې له خوا جوړ شوی دی. رتواتي د څو لسیزو جګړو په سبب، دا سیمه د بیا رغونې په برخه کې محرومه یاده کړه او د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پروژو د عملي کولو ژمنه یې کړې ده. سویل ختیځه حوزه د افغانستان یو له هغو سیمو څخه ده چې تل یې وګړو ته د سیلابونو او نورو طبیعي افتونو په سبب لوی زیانونه اوړي.