د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د دره سرخ په دم جوی کلي کې د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او له مسوولینو څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.