د ایران په شمال ختیځ کې د دغه هیواد د پوځ قومندان جنرال سیروس امان اللهي ویلي، چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د دېوال جوړول به دوامداره امنیت راولي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه ایراني جنرال پرون د افغانستان له پولې سره نږدې د یاد دېوال د جوړولو چارې له نږدې کتلې او ویلي یې دي چې د ایران د پوځ څلور ډلې د دغه لوی دېوال په جوړولو لګیا دي. تردې وړاندې ویل شوي وو چې ایران غواړي له افغانستان سره په شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره پوله باندې څلورمتره لوړ دېوال جوړ کړي چې درېیو کلونو کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي. ایران په داسې حال کې له افغانستان سره په پوله د یوې لویې برخې په سر د دېوال د جوړولو هڅې کوي چې ځینې وخت د افغانستان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړې را منځته کیږي.