د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او درې نور ټپیان دي. دغه سېلابونه تېره شپه د غزني په ده يک ولسوالۍ کې راوتلي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته يې ستر مالي زيانونه هم اړولي دي. د غزني د عامې روغتيا رييس حميدالله نثار وايي، تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د «شيربز» په کلي کې سخت سيلابونه راوتلي، چې له امله يې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او د یوې ښځې او دوو نارینه وو په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي. دغه سېلابونو د ياد شوي کلي لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه کړې ده. ويل کيږي چې د دغې پيښې قربانيان ټول په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو او تېره شپه له دغه کلي څخه د تيريدو په حال کې وو چې د سيلاب له امله ډوب شول.