د بلخ ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولايت په شولګره، بلخ او چمتال ولسوالیو کې د ناروې کمېټي له لوري څه باندې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. په دې ولایت کې د ناروې کمیټې مسوولینو ویلي، چې دغه شبکې د ۱۲۵ زره ډالرو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې پرمټ یې ۴۰۶ کورنیو ته په مستقیمه او ۳ زره کورنیو ته په غیرمستقیمه توګه د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو له پلي کېدو مننه کوي او زیاتوي چې په یاد ولایت کې باید ورته نورې رغنیزې پروژې هم پلې شي.