د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د کتنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې کړي. په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزیر د تازه مېوو د معياري وچولو، د لبنياتو او حيواني غوښې د توليد زياتوالي، د څاڅکو اوبولګولو سېستم د لا پراختيا او ترویج، له ځنګلونو او طبيعي زېرمو څخه د اغېزمنې استفادې او د هېواد د اراضۍ د تنظیم په برخو کې له ترکيې سره د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې. په همدې حال کې د ترکیې سفیر د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو برابرولو ډاډ ورکړی دی.