د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپې ګازو له نل لیکې لیدنه کړې ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال ویلي ډېر ژر به د ټاپې پروژې عملي چارې پیل شي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له خپل افغان سیال سره د کتنې پر مهال ویلي چې د ټاپې پروژې د چارو پیل لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. هغه افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ټاپې پروژې چارو پیل، تورغونډۍ اوسپنې لیکې پراختیا او هرات ښار کې د نورالجهاد برېښنا سټیشن پرانیستې برخه کې ګام واخلي. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله د ټاپې پروژې د چارو پيل مراسمو ته د ځای برابرولو هڅې روانې دي. تر دې وړاندې هم په کراتو افغان او ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژو عملي چارو پیل، هرات ښار کې د نورالجهاد برېښنا سټیشن، تور غونډۍ اوسپنې لیکې او ټاپ پروژې په تړاو خبرې کړې دي.