د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ د چار سمبالې رافایلا ایوډیس ماموریت پای ته ورسېد. رافایلا ایوډیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو خبر ورکړ. هغه وایي، په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د اروپايي ټولنې چارسمبالې په دغه کتنه کې ویلي، بوسکوویچ پوهر ویرانیکا به په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې چارسمبالې په توګه وګمارل شي. له بلې خوا د اروپايي ټولنې چارسمبالې د رییس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې شوې ژمنې عملي کړي.