یو شمېر کویټي پانګوالو د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال، سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته چمتو دي. کویټي پانګوالو او سوداګرو زیاته کړې، په پام کې لري چې په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره یو بنسټ جوړ کړي، څو د اسلامي هېوادونو له مرستو د سرپرست حکومت په همغږۍ په پراختیايي برخو کې ګټه پورته کړي. اقتصادي مرستیال د کويټي پانګوالو د وړانديز هرکلی کړی او ډاډ يې ورکړی، چې سرپرست حکومت به د هغوی د پانګونې ملاتړ کوي.