کاناډا د هغو افغان کډوالو تمویل بند کړی چې په پاکستان کې د کاناډا د ویزو په انتظار ناست دي. کاناډا ژمنه کړې وه هغو افغانانو ته به د کډوالۍ ویزې ورکوي چې په افغانستان کې له کاناډايي ځواکونو سره همکاري کوي. په افغانستان کې د سرپرست حکومتله بیا واکمنېدو وروسته ډېری دغه افغانان پاکستان ته تللي او کاناډا ته د تللو په تمه دي. دغو افغانانو ته د کاناډا د کډوالۍ ادارې پیسې او امکانات برابر کړي وو. اوس د کاناډا د دولتي ټلوېزیون د راپور لهمخې، د کاناډا حکومت په پاکستان کې دغو افغان کډوالو ته د سرپناه پیسې بندې کړي دي. دې ادارې ویلي چې، دا یو موقتي کار و، ځکه پناه غوښتونکو سرپناه ته اړتیا درلوده څو پهدې موده کې خپل اسناد برابر کړای شي.