د نیمروز ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه یې په نشه يي توکو ١٢٤ روږدي کسان راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلي، چې یاد شمېر کسان د درملنې په موخه ١٠٠٠ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان به له څو میاشتې درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده، چې په تېرو ٣ کلونو کې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوې او خپل بیرته خپل عادي ژوند پیل کړی دی.