د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه د چهلستون تر سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړک چې ۱۳۴۸ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د جوړېدو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د کانالونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو جوړول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم په پام کې نیول شوي دي. د کابل ښاروالۍ مسوولین دغه راز زیاتوي چې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران به د کار د ښه کیفیت د تظمین او په ټاکلې موده کې د دغې پروژې د بشپړیدو په موخه، خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کړي.