د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې رییس میرنصیر احمد حسیني ویلي چې د جغتو ولسوالۍ په شاکي کلي کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ او اړین ملحقات جوړېږي چې د سیمې زده کوونکو ته به په کې د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي زیاته کړه، چې یاده ودانۍ به ۹ درسي او اداري خونې، د اوبو رسولو سیستم او نور اړین ملحقات ولري او چارې به یې په ۸ میاشتو کې بشپړې شي.