د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي. اوچا وایي په افغانستان کې د تودوخې له لوړېدو وروسته اوبه ډېرې کمې شوې دي. د اوچا زیاتوي، چې کلیوالې کورنۍ شاوخوا ۲۰ دقیقې د څښاک پاکو ترلاسه کولو لپاره مزل کوي او ښاري کورنۍ بیا د تېر کال پرتله پر اوبو دوه برابره پیسې ورکوي. په افغانستان کې د اقتصادي ناورین تر څنګ، د وچکالۍ کړکېچ هم د هېواد پر وګړو اغېز کړی دی. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د خلکو پر ژوند او چاپېریال پام وړ اغېزمن کړی دی.