د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د کور ټول شته یې سېلابونو وړي او دامهال له جدي ننګونو سره مخ دي. زیانمنې شوې کورنۍ د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. په همدې حال سیمه ییز مسوولین وايي د دغو سېلابونو له امله یوې مېرمنې ژوند بایللی او څلو تنه نور ټپيان شوي. د مسوولینو په خبره د سېلابونو له امله لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله لسو تنو ژوند بایللی وو او ۸ تنه نور ټپيان شوي وو.