د لوګر ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار څخه د پکتیا تېرې کوتل پورې د ۳۶ کېلومټره سړک ترمیم چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت په راتلوونکو درېوو میاشتو کې بیارغول کېږي. یاد سړک د جمهوریت پرمهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و چې موټرچلوونکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې. د مسوولینو په خبره د یاد سړک له بیارغونې او ترمیم وروسته به د پلعلم-ګردیز عمومي لارې په ترڅ کې ټرافیکي پېښې هم د پام وړ راښکته شي.