د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د شپږو زرو څخه د زیاتو کډوالو غیر قانوني پېژندپاڼې یې لغوه کړې دي. یاد وزارت له سیمه ییزو ادارو غوښتي، چې د کډوالو د موټرو، کورونو او شتمنیو په اړه معلومات ورکړي. د پاکستان د حکومت د خبر پاڼې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا له ځايي حکومت، د دغه ایالت د مالیې له ادارې او پولیسو غوښتي دي، چې دغه وزارت ته د کډوالو د جنایي قضیو په اړه د اوسېدو له اسنادو پرته او د بهرنیانو په نوم ثبت شوي د وسلو د جوازونو په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کوي. د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د هغو ۵۹۵ موټرو جوازونه لغوه کړي، چې د دغو کارتونو له لارې ثبت شوي وو.