د عامې روغتیا سرپرست وزیر افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ له مسوولینو سره کتلي او د دغه بنسټ اړوند د روغتیایي کلینکونو او خدماتو د ښه والي په اړه یې خبرې کړې دي. نور جلال جلالي دغه کتنه کې د بې پولې ډاکټرانو له مسوولینو غوښتي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره مرستې پراخه کړي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز لیکلي چې دغه کتنه کې افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ مشر د هېواد له روغتیایي برخې سره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.