د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ترکیې ته په صادراتو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه موده کې له ترکیې سره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې، چې ۸.۳ میلیونه ډالره یې صادرات دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا ټینګار کړی. محمد یونس مومند دغه کتنه کې ترکي پانګوالو او سوداګرو ته په کابل کې جوړېدونکي امام ابو حنیفه رح درېیم نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د کابل او انقرې تر منځ د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې او ترکیې ته له افغانستان ممیز، کُنجد، غالۍ، د غويي پوست او طبي بوټي صادر شوي دي.