د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ازبکستان ته په خپل سفر کې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز په پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی. نوموړي د دغه مرکز پرانیسته د سیمې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوس مهال د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړيکو او پانګونې فرصتونه زیات شوي دي. هغه د دغو مراسمو په څنډه کې د اذربایجان د لومړي وزیر له مرستیال سره هم کتلي او په کابل کې یې د دغه هېواد سفارت پرانيستو د هرکلي ترڅنګ د اذربایجان له خصوصي سکټوره غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي. د اذربایجان لومړي وزیر ټینګار کړی، هېواد یې د لاجوردو لار بیا فعالولو او له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته چمتو دی. ورته مهال برادر د ازبکستان لومړي وزیر سره هم کتلي دي. د ازبکستان لومړي وزیر په دغه کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان تازه مېوې مرکزي اسیا او نورو هېوادونو ته ورسوي.