د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۷ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې. د نرخ ولسوال صبغت الله نافذ ویلي چې یاد سړک د ولسي خلکو، ملي سوداګرو، د ولایت مقام او ملي دفاع وزارت په مالي ملاتړ رغول کېږي. هغه زیاته کړې چې یاد سرک د سرپرست حکومت د مشرتابه د هغه فرمان له مخې چې د سړکونو د حریم ساتلو په هکله صادر شوی رغول کېږي او د دغه سړک د پراختيا لپاره لسګونه کورونه تخریب شوي او د خلکو باغونه هم په کې له منځه تللي دي. نافذ ویلي چې دغه سړک د یادې ولسوالۍ د توکرک، دادل، او صدمردې تر سيمو پورې رغول کېږي.