کورنیو چارو وزارت د پروان مرکز چاریکار ښار په بېلابېلو برخو کې د جنايي جرمونو کچې ټیټوالي او خپلسریو مخنيوي په پار امنیتي کامرې لګولې دي. مسوولین وايي، چې دغه ښار کې یې نږدې ۱۰۰۰ امنیتي کامرې لګولي او هڅه کوي، چې دا بهیر ولسوالیو ته هم وغځوي. د پروان اوسېدونکي د امنیتي کامرو لګلو غوره ګام بولي او له مسوولینو غواړي، چې د دغو کامرو فعاله ساتلو ته جدي پام وکړي او همداراز په سوداګریزو او استوګنیزو سیمو کې هم ورته امنیتي کامرې ولګوي. کورنیو چارو وزارت د امنیتي کامرو لګول د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې دا بهیر به ټولو ولایتونو ته وغځوي.