په ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ بڼوالو ته پر ۴۲۵ جریبه ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس وايي، د نشه يي توکو د بدیل کښت په توګه یې په هر بڼوال یې د نږدې سل زره افغانیو په ارزښت د بڼوالۍ وسایل هم وېشلي او په وینا یې دغه بهیر به د ننګرهار نورو سیمو ته هم وغځول شي. ځايي کروندګر سره له دې چې دغو مرستو ته خوښ دي خو بیا هم په دې برخه کې د دوامداره مرستو غوښتونکي دي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې یې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې يې پر شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه یې د سټروسو، مڼو، امروتو او املوکو بڼونه جوړ کړي دي.