د غور د مرکز فېروزکوه ښار په څنډو کې نږدې ۶۰۰ سېلاب ځپلې کورنۍ له سرپناه او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو پرته شپې او ورځې تېروي. د دغو بېځایه شویو په خبره تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او دمګړۍ هم له بې برخلیکۍ او ستونزو سره مخ دي. د غور سیمه ییز مسوولین هم خبردارۍ ورکوي، که تر ژمي مخکې دغو بېځایه شویو ته سرپناه جوړه نه شي، ډيری بېځایه شوي به د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. د غور له بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول له مرغاب ولسوالۍ سلګونه سېلاب ځپلې کورنۍ د دغه ولایت مرکز فېروزکوه ښار څنډو ته کډه شوي دي. دغه بېځایه شوي د ژوند لومړنیو اسانتیاوو او سرپناه نشتوالي له امله راروان ژمي ته اندېښمن دي.