د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، چې د امنیت شورا له لوري د ورکړ شوي ماموریت سره سم، ملګري ملتونه غواړي د سرپرست حکومت د چارواکو په ګډون افغانستان کې له ټولو ډلو او شریکانو سره تعامل ته دوام ورکړي. سټېفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې له د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ډیپلوماټیک تعامل لپاره ډېرې لارې پرانیزي. دوجاریک وایي، ملګري ملتونه افغانستان کې د بې پرېتوب، ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته د ژمنتیا له اصولو سره سم فعالیت کوي.